په ننګرهار ولایت کې د برېښنايي تذکرو په مرکز د شوي ځانمرګي او ډلیز وسله وال برید له امله تر اوسه ۱۰ ټپیان روغتون ته وړل شوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه ماسپښین ۱:۳۰ د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د برېښنايي تذکرو د مرکز مخې ته چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې تر چاودنې وروسته وسله والو طالبانو په یاد مرکز ډلیز برید کړی او دا مهال له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.
خوږیاڼي د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، تر اوسه روغتونونو ته ۱۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا مهال سیمه د ځانګړو ځواکونو له خوا کلابنده ده، او هڅه کوي، چې د برېښنايي تذکرو په مرکز کې بند پاتې کسان روغ رمټ وژغوري.
جمهورخبري آژانس:کابل