په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو عایداتي مرکز کشف او له منځ وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړل.
سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو د خانقاه ولسوالۍ د شامیرزايي په سیمه کې د طالبانو یوه عایداتي مرکز (ګمرک) کشف او له منځه وړی دی.
په خبرباڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې ۵ عرادې موټر سایکلونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او یو کړۍ د وساطو ضد ماین یې کشف او شنډ کړی دی.
بل خوا ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، فاریاب کې د کمانډو او هوايي ځواک په عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي یو وسله وال ژوندی نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب