د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، ځانګړو افغان ځواکونو اروزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سوق او ادارې یو مهم او لوی مرکز له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نن دوشنبې د وږې ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په خاص اروزګان کې د ملا بسم الله په نوم چې د طالبانو د سل کسیزه ډلې قوماندان دی، تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یو بي ام یو دستګاه، د هغې ۱۵ ډزه مرمۍ، یو میل دهشکه، څلور میله سپکه وسله، ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۶۰ کړۍ ماینونه، ۳۰ کړۍ لاسي بمونه، ۲۰ ډزه د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، ۲۵ کارتنه درمل، ۱۰ پایې مخابرې، ۳۰ نظامي درېشۍ، ۳۰۰ تبلغاتي پاڼې ۴۵۰۰ فیره د وړې وسلې مرمۍ او ځینې نور وسایل تر لاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو شپږ خځې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل