مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې معلومه نه ده، چې کرزی څه وخت هند ته تللی خو له مودي سره یې نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه کتلي دي.
راپورونه وايي، کرزي په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
نوموړي له افغانستان سره د هند د مرستې مهمې او ارزښتناکه بللې او هند یې هڅولی تر څو د افغان سولې په برخه کې خپله ټوله مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل