۰
لویې څارنوالي:

لویې څارنوالۍ له حکومت د زر افغان نظامي زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
لویه څارنوالي وایي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۷۰۰ افغان نظامیان زنداني دي، او تمه ده ولسمشر ترې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه خوشي کړي.
لویې څارنوالۍ له حکومت د زر افغان نظامي زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې
لویه څارنوالي وایي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۷۰۰ افغان نظامیان زنداني دي، او تمه ده ولسمشر ترې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن پنشنبې د زمري ۱۷ مه کابل کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي و ویل، چې د لویې څارنوالۍ د تازه څېړنې له امله ۱۷ سوه افغان نظامیان په زندانونو کې دي، چې ۹۴۵ ملي پولیس، ۴۵۵ د اردو منسوبین، ۸۳ د ملي امنیت کارکونکي او ۱۱۲ د عامه نظم، سرحدي او محلي پولیس شامل دي.

رسولي وایي، په دغه نظامیانو د وژنې، ناوړه ګټې اخیستنې،وهل ډبول، ټپي کول، غلا، چل او فریب هغه جرمونه وه، چې دوې د دندې یا وروسته له دندې ترسره کړي دي.

دی وایي، لویه څارنوالي غواړي د زمري د ۲۸ مې چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، په ویاړ یو شمېر دغه زندانیان خوشي کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، د دغه زندانیانو د خوشي کولو غوښتنلیک ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی او تمه ده، چې ولسمشر د لږ تر لږه ۱۰۰۰ زندانیانو د خلاصېدو فرمان صادر کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي