سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د زمري ۱۴ مه ماښام د هرات ښار د حاجي عباس د سیمې اړوند په شلوغ بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سرپرست فرزاد فروتن
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي، خو د هرات د رغتون ډاکتر وايي، دوی ته ۳۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل