ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې عالي شورا د دارالانشا د لغوه کېدو اعلان وکړ وايي، داکار د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن شنبې د زمري ۵ مه د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړه.
نوموړي و ویل، چې ولسمشر غني د سولې عالي شورا د لغوه کولو فرمان ورکړی، چې نور دغه شورا لغوه او چارې به یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مخ ته وړي.
خو وروسته ارګ دا خبره تصحیح کړه، چې شورا نه بلې د شورا دارالانشا ریاست لغوه شوی دی.
د صدیقي په وینا ولسمشر دغه ګام د سولې په اړه د جوړې شوې لویې مشورتي جرګې د غوښتونو پر اساس تر سره کړی دی.
دی وايي، له دې وروسته به د سولې خبرې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له خوا مخ ته وړل کېږي او په رتلونکې کې به د دغه وزارت د تشکیلاتو او نورو چارو په اړه به ملي شورا ته یوه طرحه وړاندې کړي.
افغان ولسمشر نېږدې یوه میاشت وړاندې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو د دولت د وزیر په توګه وټاکه.
د یادونې ده، چې د سولې عالی شورا باندې د دغه شورا له جوړېدو (۱۳۸۹ کال) څه موده وروسته تل همدا نیوکې وې، چې مالي امکانات کاروي، خو د سولې په برخه کې یې رغنده رول نه دی لوبولی.
د دغه شورا په اړه د لویې جرګې په غونډه کې هم د ګڼو کاري کمېټو غوښتنه همدا وه، چې دغه شورا باید لغوه او پر ځای یې چارې داسې چا ته وسپارل شي، چې وکولی شي د سولې په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل