۰
ټرمپ، عمران خان ته!

یوه اوونۍ کې افغان جګړه ګټلی شم، خو نه غواړم میلیونه کسان و وژل شي

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري وايي، کولی شي یوه اوونۍ کې افغان جګړه وګټي خو نه غواړي ۱۰ میلیونه انسانان و وژل شي.
یوه اوونۍ کې افغان جګړه ګټلی شم، خو نه غواړم میلیونه کسان و وژل شي
د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري وايي، کولی شي یوه اوونۍ کې افغان جګړه وګټي خو نه غواړي ۱۰ میلیونه انسانان و وژل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې پرون دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه او خبرو کې کړې دي.

د امریکا ولسمشر و ویل، چې د افغانستان د قضیې په حل کې د امریکا او پاکستان همکاري کارنده تمامه شوې او ټینګار یې وکړ، چې افغان قضیه نظامي حل لار نه لري.

نوموړي په دې برخه کې د امریکا د مخکنیو حکومتونو سیاستونو باندې نیوکه وکړه خو ویې ویل، چې د ده په حکومت کې به ډېر ژر د افغانستان په اړه ښه خبرونه ولري.

ټرمپ د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوی حکومت وستایه، عمران خان یې یو ښه ورزش کار وباله او ویې ویل، چې د عمران خان تر مشرۍ لاندې به د پاکستان د ښې ګڼو شاهد وي.

په ورته وخت کې ده د پاکستان پر تېرو حکومتونو هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې هغو حکومتونو د امریکا میلیاردوه ډالر مرستو ته احترام ونه کړ او نه یې هم د افغانستان د ستونزې په حل کې کوم کار کړی دی.

خو ډاډ یې څرګند کړ، چې د عمران د حکومت په راتګ سره خوښی دی، چې د افغان سولې په برخه کې یې د پام وکړ کارونه تر سره کړي دي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی دی او دا لړۍ به نور هم دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت یوې سلاکارې پرون ویلي و، چې د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان کارونه ابتدايي دي او دغه هېواد باید نور هم تر فشار لاندې ونیول شي.

بل خوا عمران خان له ټرمپ سره خبرو کې و ویل، چې افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوی دی او راتلونکو ورځو کې به طالبان دې ته وهڅوي، تر چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

نوموړي ټرمپ وستایه چې د افغانستان د قضیې دخیل اړخونه یې ټول تر فشار لاندې نیولي، تر چې په دغه هېواد کې جګړه ختمه او یوه سیاسي حل لار وموندل شي.

د پاکستان لومړي وزیر له امریکا سره پر ښو دوه اړخیزه اړیکو ټینګار وکړ، ویې ویل هغه څه چې د پاکستان اوسنۍ حکومت یې وایي، هغې ته به ژمن پاتې شي او په دې کې به هېڅ شک وجود ونه لري.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر خبرې تر ډېره په افغان سوله او دغه راز په سوداګریزه او دوه اړخیزه اړیکو راڅرخېدې.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي