۰

افغان او ترکي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
ترکیې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره د تل په څېر د خپلو مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.
افغان او ترکي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي
ترکیې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره د تل په څېر د خپلو مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرون په ترکیه کې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغولو سره کتلي دي.

دواړو لورو په دغه کتنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او دغه راز افغان سولې باندې خبرې کړې دي.

صلاح الدین رباني ویلي، په دې لیدنه کې یې پر مهمو مسایلو بحثونه کړي دي او د افغانستان د سولې پر موضوع یې د ترکیې همکاري مهمه بللې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، دوی د افغانستان د سولې او ثبات په راتګ کې د تل په څېر مرستې او همکارۍ ته تیار دي.

د یادونې ده، چې ترکیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې په راتګ کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او همدا راز یې ټینګار کړی، چې د ناټو په چوکاټ کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې ته هم ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي