۰
مایک پمپیو:

افغان سوله زموږ مهم هدف دی، تر سپټمبر پورې به دا هدف تر لاسه شي

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د افغانستان سوله د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دی او تر سپټمبر میاشتې پورې به دغه هدف تر لاسه شي.
افغان سوله زموږ مهم هدف دی، تر سپټمبر پورې به دا هدف تر لاسه شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د افغانستان سوله د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دی او تر سپټمبر میاشتې پورې به دغه هدف تر لاسه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې له هندي چارواکو سره تر لیدنې وروسته په نوي ډهلي کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا د افغان سولې لپاره پراخې هڅې پیل کړې او خپلې دې موخې ته به رسېږي.

دی وایي، د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي او دوی به ارو مرو ځان دې هدف ته رسوي.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې د سولې د راوستو لپاره د امریکا فشارونه هم ډېر شوي او ډېر ژر به ښکېلې خواوې د سولې لار خپله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د ټرمپ اداره په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو کچه راټيټه کړي، د افغانانو او امریکایانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي او روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي