کورنیو چارو وزارت وایي، افغان خواکونو عملیات ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلې او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو دغه وسلې او مهمات د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اړوند لنډي ښاخ سیمه کې کشف او نیول شوې ده.
وزارت زیاتوي، چې د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د طالبانو د یوه مهم قوماندان هاشمي اړوند وه او هغه غوښتل په مناسب وخت کې یې لښکرګاه ښار او ولسوالیو ته د بریدونو لپاره ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له یادې ډیپو څخه دوه میله کره بین وسلې، دوه میله کمرشکن، دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۵ عدده د کلاشینکوف شاجورونه، یو پایه کشفي مخابره، یو د ماشیندار میل او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل