د پوهنې وزارت چارواکي وایي، د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۱۲ تړلي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانستل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاندې نوریه تزهت په وینا دغه ښوونکي په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي و.
نوموړې زیاته کړې، چې اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې امنیت وضعیت ښه شوی او ۱۲ واړه تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانستل شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند وایي، په دغه ښوونځیو کې ټول ۷۵۸۶ زده کوونکو زده کړې کولې، چې ۲۲۰۱ په کې نجونې وې.
په ورته وخت کې نوموړې و ویل، چې نمک آب ولسوالۍ کې د سدبرګان لېسه او یکه باغ منځی ښوونځی د ناامنیو له امله د موقت وخت لپاره تالقان ښار ته لېږدول شوي دي او هلته زده کوونکو ته تعلمي خدمات وړاندې کوي.
د پوهنې وزارت د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې د تعلم پر وړاندې خنډ نه شي او ښوونځیو، زده کوونکو او ښوونکو ته زیان ونه رسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل