۰
محب:

د سیمې هېوادونه دې د ډلو ټپلو پر ځای د افغان دولت همکاره شي

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سیمې هېوادونه باید د ډلو ډپلو پر ځای د افغان دولت سره همکاره او له همدې لارې مخ ته لاړ شي.
د سیمې هېوادونه دې د ډلو ټپلو پر ځای د افغان دولت همکاره شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سیمې هېوادونه باید د ډلو ډپلو پر ځای د افغان دولت سره همکاره او له همدې لارې مخ ته لاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دا څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه روسیه کې د ملي امنیت شورا سلاکارانو تر منځ غونډه کې وکړې.

د اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی او د سیمې پر امنیت او نشه يي توکو پر مخنیوي یې خبرې وکړې.

نوموړي د دغه هېوادونو څخه وغوښتل، چې که د افغان سولې له بهیر سره مرسته او همکاري کوي، د ډلو ټپلو پر ځای باید د افغان دولت له طریقه مخ ته لاړ شي.

د هغه په وینا له ډلو ټپلو سره د سیمې د هېوادونو خبرې او ناستې به هېڅ عملي جنبه ونه لري، ځکه د سولې او جګړې صلاحیت د افغان حکومت دی.

ښاغلي محب ویلي چې افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او غوښتنو پلی کېدو ته ژمن دی او تازه يې زیات شمېر طالب بندیان هم خوشې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار و ویلو چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او د افغان حکومت له ښه نیت سره سره، تر اوسه د سولې د پروسې د بري لپاره مثبت او عملي اقدام نه دی کړی.

هغه یو ځل بیا ټینګارو کړ، چې افغانان د افغانستان تر څنګ، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت د تامین په خاطر هم قرباني ورکوي چې باید له پامه و نه غورځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي