سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، قاري عبداجلال وړمه شپه د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې قاري عبدالجلال د طالبانو سیمه ییز ویاند او د غزني لپاره مطبوعاتي مسوول وو، چې د غزني ښار اړوند سفندې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو.
د هغه به وینا د طالبانو له دغه مطبوعاتي مسئول سره دوه لپټاپ کمپیوټرونه، یومیل تمانچه، یوه مخابره او یوه اندازه نور پوځي مهمات نیول شوي دي.
د غزنی د والي ویاند وايي، قاري عبدالجلال په خوله رسنیو کې د حکومت پر ضد تلبغات کول او ځوانان یې د حکومت پر ضد هڅول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني