۰
د هېواد لومړۍ مېرمن:

افغانان له تل پاتې ثبات پرته سوله نه غواړي

یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، سولې ته هیلې ډېرې دي، خو افغانان داسې سوله او ثبات غواړي، چې تل پاتی وي.
افغانان له تل پاتې ثبات پرته سوله نه غواړي
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، سولې ته هیلې ډېرې دي، خو افغانان داسې سوله او ثبات غواړي، چې تل پاتی وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن غني دغه څرګندونې نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه کابل کې د سولې په تړاو یوې غونډې ته وینا کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هیلې ډېرې شوې دي، خو په هره بیه سوله هم د منلو نه ده.

د هغې به وینا د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون او د ښځو حقونه د افغانانو لپاره سرې کرښې دي.

لومړی مېرمنې ټينګار وکړ، هغه سوله چې دایمي ثبات ورسره ملګری نه وي او د جګړې بل پیل ته لار خلاصوي، افغانان یې نه غواړي.

دا وايي، د افغانستان نوی نسل او ځوانان هیڅکله نه غواړي افغانستان بیرته خپل تریخ ماضي ته ورستون شي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او اجراییه رییس هم خپلو جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې سوله باید طالبانو ته د نظام د تسلیم په معنا نه وي نه هم پر اساسي قانون او نورو اتلس کلنو ارزښتونو معامله اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي