۰

ولسمشر برېتانیا ته ځي، د چارواکو تر څنګ به د کرکټ لوبه هم وګوري

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۰
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر انګلستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد د چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د کرکټ لوبې ننداره هم وکړي.
ولسمشر برېتانیا ته ځي، د چارواکو تر څنګ به د کرکټ لوبه هم وګوري
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر انګلستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد د چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د کرکټ لوبې ننداره هم وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ کې سرچینو منلې، چې ولسمشر راتلونکې اوونۍ انګلستان ته په رسمي سفر ځي او د همدې سفر په ترڅ کې به په مانچسټر ښار کې د افغانستان او کوربه انګلنډ ترمنځ د کرېکټ نړیوال جام لوبه  چې د جون په ۱۸ مه تر سره کېږي هم ګوري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کرېکټ لوبې کتلې دي، خو دا به لومړی ځل وي چې د نړیوال جام په څېر مهمو سیالیو کې د خپل هېواد د لوبډلې ملاتړ لپاره د لوبې میدان ته ورځي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ویلي، د ولسمشر غني سفر رسمي سفر دی او په ترڅ کې به یې د برتانیا له چارواکو سره دوه رسمي ناستې کوي.

د هغه په وینا ولسمشر به د برېتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می سره بېره د برتانیا د کابینې له هغو وزیرانو سره هم ګوري چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي