۰

فاریاب کې د طالبانو د زندان او چاودنو مسولان وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه زندان او په دغه ولایت کې د چاودنو مسوولان ملا خال محمد او ملا عزت الله وژل شوی دی.
فاریاب کې د طالبانو د زندان او چاودنو مسولان وژل شوی دی
شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه زندان او په دغه ولایت کې د چاودنو مسوولان ملا خال محمد او ملا عزت الله وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو کمانډو، د ملي امنیت ځانګړې قطعې او غوڅ ملاتړ ځواکونو تېره شپه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، په دغه عملیاتو کې د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د زندان مسوول ملا خال محمد او د چاودنو مسوول ملا عزت الله په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او ملا حنیف په ګډون ۸ نور طالبان ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د مهاماتو د پلور څلور دوکانونه هم له منځه وړل شوي او د هغوی ګڼ شمېر وسلې امنیتي ځواکونو تر لاسه کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب کې د طالبانو د یوه زندان مسوول پر داسې مهال وژل کېږي، چې تېره اوونۍ افغان ځواکونو د همدې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات او ۸۳ زندانیان یې ترې راخوشي کړل.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي