سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې لسو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښې پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د غزني په واغظ او خواجه عمري ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
په واغظ ولسوالۍ کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودنې او په خواجه عمري ولسوالۍ کې بیا د ملکي وګړو موټر د سړک د غاړې په ماین ختلی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په واغظ کې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې په خواجه عمري کې د طالبانو د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني