۰

ننګرهار کې دوه ماهر ماین اېښودونکي نیول شوي

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د پولیسو ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو د ماینونو اېښودولو دوه ماهرین نیولي دي.
ننګرهار کې دوه ماهر ماین اېښودونکي نیول شوي
د پولیسو ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو د ماینونو اېښودولو دوه ماهرین نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د غوایي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو د مرکز جلال آباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هدفي عملیات وکړل.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې د قاري جاوید او نعمت الله په نومونو د طالبانو د ماین اېښودولو دوه ماهرین نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې نیول شویو کسانو دې سره چې د سړک د غاړې ماینونه یې اېښودل په نورو ترهګرو بریدونو کې هم لاس درلود.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دغه کسانو دوه میله کلاشنکوف، یو میل تومانچه او یوه اندازه نظامي تجهیزات تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي