په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکي زیاتوي، نیول شوي طالب حاجي محمد رامین نومېږي، چې د طالبانو د استخباراتو مسوول او د روژې مبارکې میاشت په لومړۍ ورځ د بغلان په امنیه قومندانۍ موټر بم برید ده پلان کړی و.
امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې د محمد رامین تر څنګ د هغه لس تنه ساتونکي هم د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل