سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار کې د یوه هوايي برید پر مهال درې طالب قوماندان وژل شوي، چې یو هم په کې دې د ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د وري ۳۱ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید پرون د شېرزاد ولسوالۍ د مرکي خیلو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پر طالبانو کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په برید کې درې طالب قوماندانان وژل شوي او ۱۷ نور جنګیالي یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي شیخ راز محمد مشهور په رحماني هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار