۰

غزني کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نور ویلي، طالبانو دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اړول شوې ده.

د نوري په وینا افغان ځواکونو او ائتلافي ځواکونو له پرون راهیسې د غزني په ګیرو، ګیلان، آب بند، ناوې او اندړو ولسوالیو کې ځانګړي عملیات کړي.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان او د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه یې کشف او تره شوې ده.

د غزني د وايي ویاند زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر او څلور عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

دغه عملیاتو د آب بند په خدو، اټک، کودي، د ګیرو په احد او بابکرخېل، د اندړو تنګي، او ناوې په کراو الدین کلیو کې تر سره شوي دي.

د غزني چارواکو وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.

د غزني چارواکي پر داسې مهال په دغه ولایت کې د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، چې تېره ورځ دغه ولایت ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزراتونو سرپرستان او دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ورغلي و.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه ناسته کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غزنی به بیا د طالبانو له خوا سقوط نه شي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي