۰
ملي امنیت:

هلمند کې نیول شوې دوه مېرمنې بېرته خوشې شوې دي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
ملي امنیت د هغه دوه مېرمنو د خلاصون خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوې وې.
هلمند کې نیول شوې دوه مېرمنې بېرته خوشې شوې دي
ملي امنیت د هغه دوه مېرمنو د خلاصون خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د بابا جي په سیمه کې ځانګړي عملیات وشول، چې د چارواکو په وینا د القاعده شبکې پر یوه مرکز تر سره شوي دي.

هغه مهال امنیتي چارواکو ویل په دې عملیاتو کې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژل شوی او لس تنه نور له دې ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې دوه مېرمنې هم وې، چې د ملي امنیت د نن شنبې (وري ۲۴ مې) د خبرپاڼې په وینا د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم تر څېرنو وروسته دغه مېرمنې خوشې شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نافذه قوانینونو، اسلامي اصولو او افغاني دود دستور په پام کې نیولو سره خپلې دندې تر سره کوي او په جګړه کې ټول اصول مراعتوي.

خبرپاڼه ویل شوي«دغه موضوع یوه ځانګړې مساله وه، چې د هېواد د ملي امنیت پورې یې اړه درلوده.»

ملي امنیت ریاست زیاتوي ولسمشر ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه راز بهرنیو همکارانو ته کلکه سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو په ځانګړې توګه د مېرمنو او ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز ملي امنیت د هېواد پر سیاسي مشرانو هم غږ او غوښتنه یې ترې کړې ده، چې د یوې موضوع په اړه له وخته وړاندې اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې سیاسي مشرانو ته ویل شوي، هغه معلومات چې دوی ته رسېږي لومړی باید دقیق وڅېړي تر څو د ولس له پاکو احساساتو د ګټې اخیستنې مخه نیول شوې وي.

ملي امنیت ټینګار کړی، له هرې موضوع او په ځانګړې توګه د هغه مسایلو چې د هېواد په ملي امنیت پورې اړوند وي، سیاسي ګټې اخیستنې د هېواد د دښمنانو په ګټه تمامېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي