۰
د سولې او اعتدال ټیم:

طالبان دې د پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره د سولې پروسه نه زیانمنوي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم دغه عملیات غندلي دي.
طالبان دې د پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره د سولې پروسه نه زیانمنوي
د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم دغه عملیات غندلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه په ټول هېواد کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.

د سولې او اعتدال ټیم د طالبانو له خوا د دغه عملیاتو په اړه نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي« د افغانستان ملت د سولې بهير له نويو هيلو سره پيل کړی، د طالبانو لخوا په اصطلاح د الفتح په نوم د پسرلنيو جګړيزو عملياتو اعلان د خواشينۍ او غندنې وړ دی.»

په اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو غږ شوی، چې د افغانستان له خلکو چې سولې ته يې اميدونه زيات شوي ځانونه لرې نه کړي او په دې ترتیب سره هڅه ونه کړي، چې د سولې بهیر ته زیان ورسوي.
 
د سولې او اعتدال ټیم وايي، هغه عوامل چې طالبان يې په خپل فکر د جګړې د دوام دلايل بولي، د خبرو له لارې حل کېدلی شي، ځکه په ټوله مانا د جنګ لاره مردوده ده.

په ورته وخت کې یاد ټیم زیاته کړې دوی له حکومت غواړي، چې د سولې له پاره هڅې وکړې او رامنځ ته شوي سياسي خنډونه لرې کړي.

باید و ویل شي، چې د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په غبرګون کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه عملیات په کلکه غندلي دي.

خلیلزاد، پر پاکستان، قطر، نورو هېوادونو او دغه راز ټولو افغانانو غږ کړی، چې د طالبانو دغه عملیات په یوه خوله وغندي او مخنوی یې وکړي.

نوموړي ویلي په داسې حال کې، چې په افغانستان کې سولې ته چانس او د خلکو هیلې ډېرې شوې د دغه ډول عملیاتو اعلان له ناورین او وژنو پرته بل څه نه دي او د زرګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل به شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي