۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغان حکومت به د سولې خبرو کې مرکزي رول ولري

پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرو او تړون ته رسېدو کې به افغان حکومت مرکزي رول ولوبوي.
افغان حکومت به د سولې خبرو کې مرکزي رول ولري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرو او تړون ته رسېدو کې به افغان حکومت مرکزي رول ولوبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پمپیو دغه څرګندونې پرون د اپرېل ۹مه د امریکا د سنا جرګې د بودیجې د تخصیص کمېټې ته د پوښتونو په ځواب کې کړې دي.

نوموړي سنا جرګې ته ویلي، چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او د هر ډول تصامیمو په اړه به افغان حکومت په جریان کې وي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې آیا دې کمېټې او نړۍ ته ډاډ ورکول شی چې افغان حکومت به د سولې په هر تړون کې هدفمند حضور ولري؟

پمپیو ویلي« تر دې زیات... هغوی (افغان حکومت) به په مرکزي رول کې وي، دا به د افغانانو په مشرۍ یو بهیر وي.»

د هغه په وینا په افغانستان کې د امریکا لاس ته راوړنې مهمې دي او طالبانو ته په کار ده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.

ښاغلي ټینګار کړی، چې امریکا به اجازه ور نه کړي، چې ترهګرې ډلې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو سنا جرګې ته ورغوښتل شوی، چې څو ورځې وړاندې د استازو جرګې یو شمېر غړو پرې نیوکه کړې وه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د سولې په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو وزارت ته په همدې تړاو یو لیک هم لېږلی و او ټینګار یې کړی و، چې خلیلزاد د وروستي سفر له بېرته ورګرځېدو وروسته باید تر ۷ ورځو پورې د استازو جرګې ته ورشي او د افغان سولې په اړه وضاحت ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي