۰
پمپیو:

سعودي ته به هېڅ وخت اجازه ورنکړو چې اټومي ځواک شي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالت به سعودی عربستان ته هېڅ کله اجازه ورنکړي، چې په یوه اټومي ځواک بدل شي.
سعودي ته به هېڅ وخت اجازه ورنکړو چې اټومي ځواک شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، متحده ایالت به سعودی عربستان ته هېڅ کله اجازه ورنکړي، چې په یوه اټومي ځواک بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې له سي بي اېس شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي امریکا به هېڅ وخت سعودي پر یوه اټومي ځواک بدل نه کړي.

پميیو وايي، امریکا به هڅکله داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړولو اجازه ورنه کړي چې بیا اسراییل او امریکا ته په یو ګواښ بدل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا به په هېڅ صورت د ۱۵۰ میلیارد ډالرو په بدل کې سعودي عربستان دې ته پرېنږدي چې د اټومي ځواک خاوند شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا دوی نه یوازې سعودي بلکې هېڅ داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړېدلو اجازه نه ورکوي چې بیا یو وخت امریکا او د یاد هېواد متحدین وګواښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي