۰

بلخ کې ۳۴ غیر مسوول وسله وال کسان نیول شوي دي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د ۳۴ تنه غیر مسوولو وسله والو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
بلخ کې ۳۴ غیر مسوول وسله وال کسان نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د ۳۴ تنه غیر مسوولو وسله والو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسانو د بلخ د عامه نظم د امنیت په اخلال کې لاس درلودو چې له یوې اندازې وسلې، نظامي تجهیزاتو او نقلیه وسایطو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کسان د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې د مزارشف ښار په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، له نیول شویو کسانو ۱۷ میله ډول ډول وسلې، ۱۰۰ عدده له مرمیو ډک شاجورونه، ۱۳ عرادې اسناد نه لرونکي موټر او یوه اندازه نظامي تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت همدې ته په اشارې وايي، چې د جنايي جرمنو، غیر مسووله وسله والو ډلو او زرواکانو پر وړاندې به یې پیل کړې مبارزه همداسې په شدت روانه وي او ټول هغه کسان چې هڅه کوي عامه نظم ګډوډ کړي ونیسي او د قانون منګلولو ته به یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي