۰

ملي امنیت نیمروز کې د طالبانو پر یوه پټنځایونو چاپه وهلې

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دوی ځانګړو ځواکونو په نیمروز ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او نشه يی توکو پر یوه پټځایونو چاپه وهلې ده.
ملي امنیت نیمروز کې د طالبانو پر یوه پټنځایونو چاپه وهلې
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دوی ځانګړو ځواکونو په نیمروز ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او نشه يی توکو پر یوه پټځایونو چاپه وهلې ده.

د جمهور آژنس بر له مخې دغه ریاست نن پنشنبې د کب ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د نیمروز په دلاارام او خاشرود ولسوالۍ کې دغه چاپې وهلې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه چاپې د ملا سلام مشهور په حاجي صابر او مولوي هاشم مشهود په حنظله د نشه يي توکو پر فابریکه، زندان او پټنځای وهل شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې لس زره کیلوګرامه نشه یي توکي، یو کړۍ چرکي هاون، یو میل پیکا، څلور میله کلاشنکوفونه، یو میل درازنوف، یو میل ۳۰۳ ډوله وسله، ۲۵۰۰ لېتره د نشه يي توکو د تولید تزاب، ۲۵۰۰ کیلوګرامه د نشه يي توکو مایع او ګڼ شمېر نور مهمات او توکي تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي