افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړي پلاوي سره د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني او ورسره پلاوی پرون چهارشنبې د کب ۲۲ مه مازیګر مهال اذربایجان ته روان شو.
ښاغلی غني به د باکو په نړیواله مجمع کې د خپلو څرګندونو تر څنګ، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر به په دغه غونډه کې د ګډون تر څنګ د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.
سرچینه وايي، د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.
په پام کې ده چې باکو نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا تر څنګ ولسمشرغني ته نظامي ګنجوي بین المللي جایزه هم ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل