د چین ملی دفاع وزارت وايي، د دوی یوه پوځ الوتکه لوېدلې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو ویلي دغه الوتکه نن سه شنبې د مارچ ۱۲ مه د لادون لیس په سیمه کې لوېدلې ده.
د چین دفاع وزارت زیاته کړې، دغه پوځ الوتکه د تمریني پرواز پر مهال لوېدلې او دوه پيلوټان یې وژل شوي دي.
ویل کېږي د الوتکې د لوېدو په ځای کې چا ته زیان نه دی اوښتی او د سقوط د څرنګوالي په اړه یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل