۰

ناټو افغانستان ته نور پوځیان رالېږي

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
په داسې حال کې، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یادېږي ناټو تازه تصمیم نیولي، چې یو شمېر نور سرتېري هم افغانستان ته راولېږي.
ناټو افغانستان ته نور پوځیان رالېږي
په داسې حال کې، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یادېږي ناټو تازه تصمیم نیولي، چې یو شمېر نور سرتېري هم افغانستان ته راولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو په چوکاټ کې د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا پوځیان افغانستان ته راتلونکي دی، خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ویل کېږي د ناټو دغه تازه دمه پوځیانو افغانستان د تګ په موخه د پولنډ په مرکز وارسا کې تمرینات هم پیل کړي، چې د نندارې ته یې د یادو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي دي.

په دغه تمریناتو کې لسګونه سرتېرو برخه اخیستې او د زغره والو ټانکونو د کارونې تمرینات ترسره کوي.

د دغه تمریناتو د لیدنې پر مهال د پولند لومړی وزیر متایوز موراویکي ویلي،  په تېرو شلو کلونو کې دوی ثابته کړې چې د ناتو با ارزښته غړي دي او تل یې د ګډ امنیت په تامین کې هڅه کړې ده.

په ورته وخت کې د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان بیا ویلي، سږ کال د اروپا امنیت لړزان دی نو د دې اړتیا لیدل کېږي چې په ناټو کې کارونه او فعالیتونه پراخ کړی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د نړیوال امنیت د تامین په موخه افغانستان ته پوځیان لېږي.

د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان هیله څرګنده کړې چې وکړی شي په دې توګه په سیمه کې امنیت تامین کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي