۰

هرات کې د هزاره قوم یو مشر وژل شوی دی

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو هرات ولایت کې د هزاره قوم یو مشر په ډزو وژلی دی.
هرات کې د هزاره قوم یو مشر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو هرات ولایت کې د هزاره قوم یو مشر په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی قومي مشر علي جمعه محبي نومېږي او په تېرو پارلماني ټاکنو کې نوماند هم وو.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، علي جمعه محبي پرون یکشنبې ماښام د هرات ښار په مناره سیمه کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا محبي د کور په لور روان و، چې په یاده سیمه کې دوه تنه پر موټرسایکل سپورو ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې دي.

ترا وسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي