ایروایشیا نشریه په یوه مقاله کې لیکي که چین په افغانستان کې په سوداګریزه، اقتصادي او ترانزیتي برخه کې پانګونه وکړي نو په دغه هېواد کې به امنیت ښه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال زیاتوي په دې سره به نه یوازې د افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
لیکوال زیاتوي، چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت د چین د راتلونکو انکشافي پروګرامونو لپاره خورا مهم دی، نو له همدې امله د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې ټولې سیمې ته مادي او معنوي ګټې رسولی شي.
د مطلب لیکوال وايي، چین په ټوله سیمه کې د پراختیا او ودې پروګرامونه لري او غواړي په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا له لارې مثبت تحولات رامنځ ته کړي.
لیکوال زیاتوي، افغانستان ته هم په کار ده، چې له چین سره د پروژو په پلي کولو او همکاریو په ډېرولو کې هڅه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل