۰

د بشري سرچینو مدیریت لپاره ټول ملکي افغان مامورین بایو مټریک کېږي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو د مدیریت لپاره د دولت د ټولو ملکي کارکونکو د بایو متریک کولو خبر ورکړ.
د بشري سرچینو مدیریت لپاره ټول ملکي افغان مامورین بایو مټریک کېږي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو د مدیریت لپاره د دولت د ټولو ملکي کارکونکو د بایو متریک کولو خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا بهیر نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د مشر احمد نادر نادري له خوا د دغه کمېسیون د کمشنرانو په اړه د معلوماتو په ثبتولو سره په رسمي ډول پیل شو.

دغه بهیر به د یوه کال په موده کې بشپړ او پر مټ به یې د انساني سرچینو د مدیریت "HRMIS" لپاره د یو هراړخیز او عصري سیستم له لارې د افغانستان د ټولو ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر اړه بنسټیز معلومات په یو مرکزي معلوماتي مرکز کې را ټول او ثبت شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر نادري و ویل، په هېواد کې په سمه توګه د بشري او انساني سرچینو د مدیریت د پلان لپاره، اړتیاوه تر څو دغه سیستم رامنځ ته شي.

هغه وویل« داسې سیستم مو د دې لپاره مخ ته کړیو تر چې موږ د ننۍ ټکنالوژۍ، جامع او اغېزمنو سیستمونو په کارونې سره، وکړای شو د هېواد اقتصادي او ټولنیز بهیر پراخ کړو او له دې لارې وکړای شو د افغانستان په بېلابېلو معلوماتي برخو کې د پایښت زمینه برابره کړو.»

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د وینا له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۴۲۴ زره ملکي کارکوونکي په کابل او ولایتونو کې په دولتي ادارو کې کار کوي.

د دې شمیر سربیره شاوخوا همدومره نور په امنیتي ادارو کې هم په دندو بوخت دي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د وینا له مخې افغان حکومت د خپلې عادي بودیجې له لارې ورته میاشتنی معاش ورکوي.

باید و ویل شي، چې په دې معلوماتو کې د کارکوونکو د هویت د مشخصاتو "نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې شمېره، جنسیت، نیټه، د زوکړې نیټه، د زوکړې ځای، اصلي او فعلي استوګنځی" ترڅنګ په دولتي اداره کې د کارکوونکي د لومړنۍ مقررۍ نیټه، بریښنالیک، د کارکوونکي د اړیکې شمېره، د تحصیل درجه او د زده کړو څانګې په اړه معلومات شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي