۰

د امریکا او روسیې ځانګړي استازي پر افغان سوله خبري کوي

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره وګوري.
د امریکا او روسیې ځانګړي استازي پر افغان سوله خبري کوي
ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي رسنۍ د کابلوف له قوله وايي، له خیلزاد سره ناسته به یې د روانې فبروۍ میلادي میاشتې په ۲۲ مه د ترکیې په انقره کې تر سره شي.

کابلوف تاس خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، چې له خیلزاد سره به انقره کې پر افغان سوله او دغه راز د سولې په تړاو د مسکو کې د ترسره شوې غونډې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي، که څه هم د طالبانو تګلاره توپیر لري خو دوی غواړي هغوی په ټاکنو کې برخه واخلي.

کابلوف ادعا کړې، چې طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واک لري او کولی شي په خپلواکه توګه خبرې وکړي نو ځکه یې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون او ونډه اړینه ده.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د خلیلزاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوی د افغان سولې په تړاو شپږو هېوادونو ته ۱۸ ورځنۍ سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد پرون بلجیم ته ولاړ او هلته یې د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې وکړې، چې د خلیلزاد په وینا ګټورې وې.

ټاکل شوې خلیلزاد له دې وروسته افغانستان، پاکستان، ترکیې او قطر ته هم سفرونه وکړي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي