۰

طالبان له امریکا سره د خبرو مرکچي پلاوی ټاکلی دی

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو لپاره د ۱۴ کسیزه مرکچي پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی دی.
طالبان له امریکا سره د خبرو مرکچي پلاوی ټاکلی دی
وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو لپاره د ۱۴ کسیزه مرکچي پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو له لوري نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې له امریکايي لوري سره خبرې دوام لري، نو طالبانو هم د همدې خبرو لپاره خپل مذاکراتي ټیم ټاکلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي د موضوع د اهمیت پر بنسټ د مشر هبة الله اخندزاده په لار ښوونه د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند لخوا دا مذاکراتي ټیم تعین او په کار ګمارل شوی دی.

د طالبانو په دغه نوي ټاکل شوي مرکچي پلاوی کې شیرمحمدعباس ستانکزی، مولوي ضیاالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوی امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني،ملا نورالله نوري، مولوی محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق شامل دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه د ټیم مشري بیا هم د شېر محمد عباس ستانکزي په غاړه ده او دوی به له امریکا سره د سولې خبرې پر مخ وړي.

خو د طالبانو په دغه اعلامیه کې د ملا محمد انس حقاني په اړه چې دا مهال له افغان حکومت سره په زندان کې دی معلومات نه دي ورکړل شوي، چې په څه ډول به په خبرو کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي