۰

د غوڅ ملاتړ ماموریت: پر طالبانو به نظامي فشارونه دوام ولري

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د ملي دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، سولې ته تر رسېدو پورې به پر طالبانو نظامي فشارونه دوام ولري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت: پر طالبانو به نظامي فشارونه دوام ولري
د ملي دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، سولې ته تر رسېدو پورې به پر طالبانو نظامي فشارونه دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې دوی به د سولې تر راتګ پورې خپلو بریدونو کې کمښت رانولي.

په خبرپاڼه کې د یاد ماموریت د ویاند ډېویډ بټلر له قوله ویل شوي، څو پورې چې سولې ته رسېږي تر هغو پورې به پر طالبانو نظامي فشارونه دوام ولري.

بل خوا د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم وايي، پر طالبانو به نظامي فشارونه تر هغې دوام ولری تر چې د سولې خبرو ته حاضر شوي نه وي.

د هغه په وینا همدا اوس د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات دوام لري، چې ښې لاس ته راوړنې هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان له خپل افغان سیال اسدالله خالد سره لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه وي.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه پر یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی او د ځانګړو عملیاتو د قول اوردو په قومندانۍ کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد او نورو افغان پوځي چارواکو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي خالد د افغان پوځ وروستۍ لاس ته راوړڼې بیان کړې او د پوځ د پیاوړتیا، مسلکې ښوونې او روزنې په برخو کې یې د امریکا د نورو مرستو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست  پاتریک شاناهان له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړې ده او وايي امریکا به د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان پوځ تر څنګ ولاړه وي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغان پوځ د سمبالتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازي نه پریږدي.

هغه له دې وړاندې د سفر پر مهال له ورسره خبریالانو یوې وړې ډلې ته دا هم ویلي و، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په امنیتي ګټو پورې تړاو لري او ده تر اوسه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.

د هغه په وینا امریکا په افغانستان او سیمه کې امنیتي ګټې لري او تر چې دغه ګټې خوندي شوي نه وي، د امریکايي ځواکونو ایستل کومه مانا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي