سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو د لوګر ولایت د استیناف څارنوالۍ یو څارنوال په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د سلواغې ۲۰ مه د لوګر د مرکز پل علم اړوند د حصارک په کلي کې شوې ده.
د لوګر د امینه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، دغه څارنوال په کلي کې په خپل موټر کې روان و چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې کړې، دى يې وژلى او موټر يې ترې بېولی دی.
نوموړي زیاته کړې، د څارنوال بریالی د وژنې په تور څوک نه دي نیول شوي خو د پولیسو پټلنې دوام لري.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:لوګر