ملي امنیت ځواکونو د پوهنتون یو استاد او د شیخ محمدیو د جومات خطیب چې د داعش د جلب و جذب مسوول وو په کابل ښار کې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست وايي، دغه کس د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له اړوندې سیمې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي نیول شوی کس ابو عبیدالله متوکل نومېږي، چې د یوه پوهنتون استاد او د شیخ محمدیو (روحاني) د جومات خطیب دی.
سرچینه زیاتوي، ابو عبیدالله متوکل د داعش ډلې د جلب و جذب مسول دی او په کابل ښار کې یې دغه ډلې ته یو شمېر ځوانان جذبول.
د ملي امنیت ریاست وايي، دغه کس تر اوسه پورې سلګونه تحصیل یافته ځوانان دغه ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته یې د فعالیت لپاره لېږلي دي.
په ورته وخت کې ملي امنیت ویلي، د دغه کس ۱۸ تنه شاګردان یې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګریزو او دولت ضد فعالیتونو د ترسره کولو په جرم نیولي او هغوی هم اعتراف کړی، چې د شیخ ابوعبیدالله متوکل په هڅونه له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
ریاست عمومی امنیت ملی کشور میگوید که ابوعبیدالله متوکل استاد دانشگاه و خطیب مسجد جامع شیخ محمدیها که مسوول جلب و جذب گروه تروریستی داعش در شهر کابل بود، بازداشت شده است.
ملي امنیت وايي، د متوکل دوهم زوی احمدالله د ۱۳۹۷ کال د غوايي میاشت کې له داعش ډلې سره یو ځای شوی، چې دا مهال په ننګرهار کې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دی.
دغه راز ویل کېږي د متوکل وراره، اسدالله په عبدالغفور مشهور، هم د ده له زوی سره یو ځای له داعش ډلې سره یو ځای شوی و، چې د عبیدالله متوکل د اعتراف پر اساس وراره یې اسدالله دوه میاشتې وړاندې په کابل کې ځانمرګی برید وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل