۰

لوګر کې ۱۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې ۱۰ زره کی کیلوګرامه چاوېدونکي توکي او وسلې نیولې دي.
لوګر کې ۱۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې ۱۰ زره کی کیلوګرامه چاوېدونکي توکي او وسلې نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځانګړو ځواکونو تېره ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي.

د لوګر د امینه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، په دغه عملیاتو کې د ازرې ولسوالۍ په غوګیز سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه زېرمې ۱۰ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، ۵۳۰۰ کیلوګرامه چرس ډول نشه يي توکي او یوه عراد موټر د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، د یادو چاودېدونکو او نشه يي توکو او وسلو په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې دامهال تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي