سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې د یوه خصوصي رادیو او تلوېزیون بنسټ ګر او مشر تښتولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه ماښام د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو د انعکاس رادیو او تلوېزیون بنسټګر او مشر انجینر زلمی تښتولی دی.
د هغه په وینا انجینر زلمی په خپل زرې موټر کې سپور و او وسله وال بیا په یوه کرولا موټر کې و، چې د څلورمې ناحیې په سیمه کې یې نوموړی له ځان سره وړی او موټر چلوونکی یې په ډوزو ویشتی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دوی ته د انجینر زلمي موټر چلوونکی په ټپي حالت وروړل شوی چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
انجینر زلمی تر دې وړاندې د ننګرهار د ملي تلوېزیون امر و، خو په دې وروستیو کې یې د انعکاس رادیو او تلوېزیون جوړ کړي و.
تر اوسه د هغه د تښتونې لامل نه دی معلوم او نه یې هم مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی خو د ننګرهار چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار