۰
۲۰۹شاهین قول اردو:

له هغه کسانو سره چې غیر قانوني نظامي یونیفورم اغوندي جدي چلند کوو

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو اعلان کړی، له هغه کسانو سره چې غیر قانوني نظامي یونیفورم اغوندي جدي چلند کوي.
له هغه کسانو سره چې غیر قانوني نظامي یونیفورم اغوندي جدي چلند کوو
په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو اعلان کړی، له هغه کسانو سره چې غیر قانوني نظامي یونیفورم اغوندي جدي چلند کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې قول اردو نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دغه پرېکړه د شمالي بلخ ولایت د نظامي شورا له خوا شوې ده.

سرچینه وایي، بلح کې د ۲۰۹ شاهین قول رادو د چارواکو ښکاره او پرېکنده دریځ او امر دی له هغه کسانو سره باید جدي قانوني چلند وشي، چې په غیر قانوني توګه نظامي یونیفورم اچوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نظامي شورا دا پرېکړه ځکه کړې، تر چې په ښار کې د هغه افرادو او اشخاصو مخه ونیسي، چې له نظامي یونیفورم په استفادې سره په غلاو او په نورو غیر قانوني کړنو لاس پورې کوي.

 
خبرپاڼه وايي«سر له نن تاریخ (د لیندۍ ۱۱مه) له نظامي یونیفورم، تجهیزاتو او وسایلو په ځانګړې توګه د ملي اردو څخه ګټه اخیستنه جدآ د هغه کسانو له پاره چې په نظامي چوکاټ کې نه دي ممنوع ده او تر کس چې دا مقرره مراعات نه کړي جدي قانوني چلند به ورسره وشي.»

دغه راز په خبرپاڼه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نظامي پولیسو او مزار ښار ګارنېزیون ته چې له ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت جوړ دی، دنده سپارل شوې، تر چې له هغه کسانو سره چې له نظامي یونیفورم څخه په موقته توګه ګټه اخلي او یا هم له همدې یونیفورم څه ناوړه ګټې اخلي جدي چلند وکړي.

ګارنېزیونو ته لارښوونه شوې تر څو دا ډول کسان ونیسي او قانوني مرجعو ته یې معرفي کړي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي