۰

ملي امنیت پکتیکا کې ۱۷۹ میله وسلې کشف او نیولې

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
د ملي امنیت ځواکونو پکتیکا ولایت کې هغه ۱۷۹ میله وسلې کشف او تر لاسه کړې، چې وسله والو طالبانو ته ور وړل کېدې.
ملي امنیت پکتیکا کې ۱۷۹ میله وسلې کشف او نیولې
د ملي امنیت ځواکونو پکتیکا ولایت کې هغه ۱۷۹ میله وسلې کشف او تر لاسه کړې، چې وسله والو طالبانو ته ور وړل کېدې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د ملي امنیت ریاسته نن پنشنبې د لړم ۲۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسلې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په سېدار سیمه کې نیول شوې دي.

خبرپانه وایي، ۱۷۹ میله وسلې په یوه موټر کې بار وې، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عصمت الله په نوم یو کس دغه وسلې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په یوه موټر کې تر لرګیو لاندې اېښې وي، او غوښتل یې غزني ولایت کې یې د طالبانو قوماندان بهاول مشهور په ایوبي ته ولېږدوي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو وسلو کې ١٦٨ ميله تومانچې، اووه ميله کلاشينکوفونه، څلور ميله درازنوف او  څلور زره مرمۍ شاملې دي.

سرچینه وايي، د وسلو لېږدونکی هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټونو لاندې دی.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي