د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ په دغه وزارت کې د ځینو بستونو له پاره نوي کسان په دندو ګمارل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د وزارت پنځو بستونو له پاره نوي کسان په دندو ګمارل شوي دي.
په خبرپانه کې مل پاسوال ذکریا بختیار د ځواکونو د عمومي تنظیم د ادارې رییس، مل پاسوال توریالی فراهي، د لوژستیک عمومي ریاست د حمایوي قوماندان، مل پاسوال رحمت الله صدیقي د فراه د امنیه قوماندان، نصیر احمد زید د کورنیو چارو وزارت د مالیې او بودیجې عمومي رییس او محمد قاسم امیري د تعمیراتي رییس په توګه ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت هم اروزګان کې د ملي اردو د څلورمي پلۍ ليوا لپاره ډګروال عبدالولی حقمل د نوی قوماندان په توګه وټاکه.
جمهورخبري آژانس:کابل