وسله والو طالبانو پروان ولایت کې څلور تنه غله تر نیولو وروسته په یوه صحرايي محکمه کې په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان چارواکو هم د دې خبر پخلی کړی او تایید کړې یې ده، چې وژل شوي کسان غله وو.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار وايي، د طالبانو له خوا وژل شوي څلور کسان غله و او د پروان په کچه یې په لویو غلاو کې لاس درلود.
نوموړي زیاته کړې، چې وژل شویو غلو څو ورځې وړاندې په چاریکار ښار کې د یوه صراف څخه هم پیسې غلا کړې وې.
د والي ویاند وایي، پولیس هم د دغه غلو د نیولو پلټنې پیل کړې وې خو هغوی تر تښتېدلو وروسته طالبانو نیولي او وژلي یې دي، چې جسدونه یې د سړک د غاړې ایښي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل