۰

د ناټو سر منشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
د ناټو سازمان سرمنشي یینز سټولټنبرګ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوري.
د ناټو سر منشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی
د ناټو سازمان سرمنشي یینز سټولټنبرګ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه کابل ته رسېدلی او ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر غرمې وروسته به له ولسمشر غني سره لیدنه ولري.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شي، چې له ولسمشر غني سره تر لېدنې وروسته به دواړه یوې ګډې خبري غونډې ته وینا هم وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې سټولټنبرګ به د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځینو نورو چارواکو او سیاسیونو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي