۰
ذبیح الله مجاهد:

له افغان حکومت سره د سولې د خبرو دوه جعلي طالبان مو نیولي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
وسله والو طالبانو اعلان کړی هغه دوه کسه یې نیولي چې د طالبانو په استازتوب یې په جعلي توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې کولې.
له افغان حکومت سره د سولې د خبرو دوه جعلي طالبان مو نیولي
وسله والو طالبانو اعلان کړی هغه دوه کسه یې نیولي چې د طالبانو په استازتوب یې په جعلي توګه له افغان حکومت سره د سولې خبرې کولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه جعلکاره کسانو د اسلامي امارت له نامه څخه په ګټې اخیستنې ځانونه د طالبانو استازي معرفي کړي وو.

مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«ملا سخي داد او عبدالمالک فتاحي دوه جعلکاران چې د اسلامي امارت له نامه څخه په ګټې اخیستنې یې ځانونه د طالبانو استازي یادول له ټولو جعلي اسنادو سره یو ځای نیول شوي دي.»

وسله والو طالبانو ویلي  چې ملا سخي داد او عبدالمالک فتاحي په جعلي اسنادو او د طالبانو د استازو په توګه د افغان دولت او سولې عالي شورا سره څو ځلې لیدنې او خبرې کړې دي.

دغه راز طالبانو زیاته کړې، چې یادو کسانو نه یوازې له افغان دولت او سولې عالي شورا سره په جعلي توګه د طالبانو په استازیتوب خبر کړې، بلکې په جعلي توګه یې د طالبانو په استازتوب د سیمې ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او ترکمنستان ته هم سفر کړی او له بهرنیو سرچینو سره یې خبرې کړي دي.

د طالبانو له خوا نیول شوي کسان ملا سخي داد حقاني د کندهار ولایت اوسېدونکی او عبدالمالک فتاحي بیا د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.

طالبانو د نیول شویو کسانو ویډیو هم خپره کړې، چې په کې دواړه د خپل کړي عمل له کبله د طالبانو له مشرتابه مغذرت او بښنه غوښتې ده.

افغان دولت او د سولې عالي شورا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

باید و ویل شي، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم یو ځل د کویټې یو دوکاندان د طالبانو په استازیتوب له افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره اړیکې نیولې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي