۰
افراسیاب خټک:

افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی ملت دی

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مخکښ غړی او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی.
افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی ملت دی
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مخکښ غړی او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک ویلي، چې په افغانستان کې په ډېرو سختو شرایطو کې ټاکنې ترسره شوې او افغان ولس په دې ټاکنو کې په ګډون سره وښوده، چې افغان یوه نه ماتېدونکي ملت دی.

ښاغلي خټک زیاته کړې، چې افغانانو په هېڅ ډول سختو شرایطو کې یې خپله روحیه نه ده بایللې او د افغانستان د خلکو دښمنان دوی په ارامه نه پرېږدي او په ټاکنو کې یې هم خونړي ترهګریز بریدونه کړي دي.

د پښتونخوا سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مخکښ غړي افراسیاب خټک افغان حکومت او افغان ځواکونو ته هم مبارکي ویلي دي چې په ډېرو سختو امنیتي تهدیداتو کې یې خلکو ته د ټاکنو زمینه برابره کړه.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوې، چې ځینې مرکزونه د ځینو ستونزو له امله تړل شوي خو دغه مرکزونو کې به د کمېسیون له پرېکړې سره سم نن ټاکنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي