سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو په برید کې ۶ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۴ مه) د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ کې ایران پولې ته څېرمه پر افغان سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.
د د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي ویلي، د طالبانو په دې برید کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو یوه سراچه موټء، څو د راکټ مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:نیمروز