ولسمشر غني ویلي تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۲۲ مه پروان کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر ویلي، چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د دولت او پانګه والو تر منځ همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط وباله او زیاته یې کړه، چې په قوانینو او مقرراتو کې بدلونونه به د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني له سوداګرو او طنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو ټولنې ایجاد کړې چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ ولسمشر ټينګار کړی، هر سکټور چې ځان بساینې ته ورسېږي، د دولت په تدارکاتو کې ارزښت وکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل